د افغانستان د هوايي ډګرونو مسوولیت له ناټو ځواکونو افغان حکومت ته لېږدول کېږي
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د ټولو لویو هوایي ډګرونو د کنټرول او تنظیم مسوولیت افغان حکومت ته وسپارل شي.
د ټرمپ حکومت په افغانستان کې د وضعیت پر کنټرول نه دی بریالی شوی
یوې امریکایي نشریې ویلي ټرمپ غوښتل چې په افغانستان کې خپله اوږده جګړه ختمه کړي خو تر دې دمه داسې ښکاري چې په دې برخه کې نه دی بریالی شوی.
د امریکا د ملي ګارد ۲۰۰ غړي له افغانستانه وتلي
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د ملي ګارد ۲۰۰ غړي چې اوږده موده یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی و تېره ورځ امریکا ته رسېدلي دي.
غور کې د ترافيکي پېښې له امله ٨ تنه مړه شوي
ځايي چارواکي وايي چې د مسافرو يو فلاينګ کوچ موټر د هرات غور پر لاره په شهرک ولسوالۍ کې چپه شوى چې له امله يې ددرېيو ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي
فرانسې د هغو طالب بنديانو له خوشې کولو سره مخالفت وکړ چې ددوى وګړي يې وژلي
د فرانسې حکومت د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چې دا بنديان بايد خپله جزا وګوري چې ددوى وګړي يې وژلي دي.
فوزيه کوفي: چې ټپونه مې روغ شول، دسولې خبرو لپاره قطر ته ځم.
هغه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ددولتي پلاوي غړې ده، وړمه ورځ په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوې وه،
ولسمشر محمد اشرف غني د هند لومړي وزیر نرندا مودي او د هغه هیواد ولسمشر ته د هند د خپلواکۍ د ورځې د مبارکي ورکولو ترڅنګ هند د افغانستان ستراتیژیک متحد بللی دی.
افغان ځواکونو سپين بولدک کې ډيورنډ فرضي کرښې سره نظامي تمرينات پيل کړل.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغه تمریناتو کې هوايي او ځمکنی ځواک برخه لري. چارواکي وایي ددې تمریناتو موخه دا ده چې په سیمه کې د غیر قانوني اقداماتو پر وړاندې تیاری ونیسي او د احتمالي خطر پر وړاندې چمتو وي.
لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ځايي چارواکي وايي، نن غرمه د لوګر-پکتيا پر عمومی سړک د محمداغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سراچې او بکسې موټرو تر منځ ټکر کې ۵ کسان وژل شوي او پنځه نور ټبيان دي.